د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر وايي، د نړۍ د مشرانو په اړه جاسوسي کول له معمول سره سم کار دی.
جیمز کلپر د متحده ایالاتو کانګریس ته وویل، دا فعالیتونه له مودو راهیسې د امریکا د څارنې د عملیاتو برخه ده او ټول هېوادونه دا کار ترسره کوي.
کلپر ویلي، د متحده ایالاتو متحدانوهم په مطلقه توګه د امریکايي مقاماتو په اړه جاوسوسي کړې ده.
په دې وروستیو کې دا په ډاګه شوې چې؛ امریکا د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل په شمول په دغه هېواد او فرانسه کې د میلیونو کسانو تیلیفوني مکالمې اوریدلي دي.
دا موضوع د متحده ایالاتو او یو شمېر اروپايي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ سبب شوې ده.