نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې یو حکومت پلوه قومي مشر وژلی

نا معلومو وسله والو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یو حکومت پلوه قومي مشر او د هغه د کورنۍ ۶ غړي په ډزو وژلي دي.

چارواکو ویلي دا پیښه پرون د بلوچستان په دیره بګتي سیمه کې شوې ده.

وسله والو د دارا خان پر کور برید کړی، هغه د هغه میرمن، ځوي، اینګور او درې لمسیان يې وژلي دي.

راپورونه وايي، برید کونکي له سیمې تښتیدلي دي.