یوه ایرانی فلمي لوبغاړې د امنیتي تورونو په تړوا په بند محکومه شوې ده

ویل کیږي چې؛ یوه ایرانی فلمي لوبغاړې او فلم جوړونکې د امنیتي تورونو په تړوا په اتلس میاشتو بند محکومه شوې ده.

د ایران دولتي خبري آژانس وایي، ۲۴ کلنه پګا اګانګاراني بهرنیو خبري رسنیو سره په مرکو کې د ټولنیزو او سیاسي څرګندونوله امله د بند په سزا محکومه شوی ده.

د پګا مور، منیژه حکمت وایي، د خپلې لور د بند د سزا په اړه به مرافعه وغواړي. پګا له دي مخکې هم دوه ځلې نیول شوې وه، خو له کوم تور پرته بیرته خوشي شوي وه.