ترکیه به نن د ریل یا اورګاډي د پټلۍ له لاري د یوه تونل په پرانستلو سره آسیا او اروپا سره ونښلوي.
چارواکې هیله من دي چې؛ له دې تونل له لارې به په ورځ کې یو نیم میلون کسان ګټه واخلي او د هغو دوو پلونو د پاسه به د موټرو ګڼه ګوڼه کمه کړې چې؛ دا مهال د استانبول ښار اروپایي او اسیایي برخې سره نښلوي.
دا تونل ۱۳ اعشاریه ۶ کیلومیتره اوږد دی او یو اعشاریه ۴ کیلومیتره تر سمندر لاندې تیر شوی دی.
ترکې چارواکې وایي، دا تونل تر بحر لاندې له ۵۵ میترو زیات ژور کیندل شوی او په نړۍ کې د ټرین تر ټولو ژور تونل دی.
دغه راز، دا په ساختماني چارو کې د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان د حکومت تر ټولو ستره پروژه ګڼل کیږي.
د داسې یوه تونل د جوړولو مفکوره د لومړي ځل لپاره شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندي وړاندي شوي وه.