په برتانیه،هالنډ او فرانسه کې د طوفاني بادونو له امله لږ تر لږه لس کسان وژل شوي

په برتانیه،هالنډ او د فرانسې په شمالي سیمو کې د طوفاني بادونو له امله لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا ۱۶۰ کیلومتره په ساعت کې رفتار سره بادونو په برتانیه کې د څه د پاسه دوه لکو کورونو بریښنا قطع کړې ده.

دغه رازپه ګشنمیر سیمو کې د ریل سفرونه او د الوتکو پروازونه لغوه شوي او د سیلابونو خبردارۍ هم ورکړل شوی دی.

خلکو ته زیاتره مرګ ژوبله د ونو د ماتیدو په پیښو کې اوښتې ده.

د برتانېې د هوا پیژندنې ادارو ویلي دا په تیره یوه لسیزه کې په دې هیواد کې تر ټولو سخت طوفاني بادونه وو.

په امستردام کې د ریل مرکزي تمه ځای د تیزو بادونو له امله زیانمن شوی او خدمات يې هم وځنډول شول.