عباس عراقچي وايي، د م.م د اټمي انرژۍ د ادارې له مشر سره يې ګټورې خبري کړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وايي، د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې له مشر سره يې ګټورې خبري کړي دي.

عباس عراقچي په ویانا کې له یوکیا امانو سره تر کتنې وروسته وویل هیواد يې د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو د اندیښنو د لرې کولو په هدف نوي پیشنهادونه کړي دي:

( موږ له یوکیا امانو سره ګټوره او مثبته غونډه درلوده.په یوه ساعت او څه وخت کې به زمونږ همکاران د ایران د نوي پیشنهادونو په اړه خبرې پیل کړي.

زه ډیر هیله مند یم چې مونږ به وکولای شو ښه نتیجه ترلاسه کړو.)

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر هم له ایراني استازو سره خپلې خبرې هیله بخښونکي بللي دي.
د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني له ټاکل کیدو راهیسې دا لومړۍ ځل دی چې د یوه لوړ رتبه ایراني چارواکي او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر ترمنځ دا ډول کتنه کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر ترمنځ خبرې نن هم دوام کوي.