امریکايي بې پیلوټه الوتکې په سومالیه کې د الشباب وسله والې ډلې دوه غړي په نښه کړي

راپورونه وايي چې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې پرون د سومالیا پایتخت موګادیشو کې د الشباب وسله والې ډلې دوه غړي په نښه کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي الوتکې پر یوه موټر چې دا کسان په کې سپارل ول، راکټونه وویشتل.

د سومالیا حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه وايي داسې ښکاري چې بې پیلوټه الوتکې د الشباب ډلې مهم غړی وژلي دي.

الشباب وسله والې ډلې د تیرې سیپتمبر میاشت په ۲۱ د کینیا په مرکز نیروبي پر یوه پلورنځي حمله وکړه او ۶۷ کسان يې ووژل.