افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم لندن ته رسیدلي دي او تمه ده چې نن د بریتانېې له صدراعظم سره درې اړخیزه غونډه وکړي.
دا کتنه په لندن کې د نړېوالې اقتصادي غونډې په څنډو کې ترسره کیږي.
ویل کیږي چې؛ افغان ولسمشربه په دې کتنه کې له پاکستانه ځینې مهمې غوښتنې ولري.
د افغان ولسمشر او د پاکستان او د بریتانې د صدراعظمانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ نن په لندن کې پیلیږي.
تمه کیږي چې؛ ولسمشرکرزی به له بریتانېې څخه په خپل دې پینځه ورځني سفر کې له بریتانوي او پاکستاني مقاماتو سره څو ځله کتنه وکړي.
د راپورونو له مخې ولسمشر کرزی به له نواز شریف څخه د طالبانو د دوهم نمبرمشر ملا برادر د خوشې کیدو او د هغه د ادرس په اړه وضاحت وغواړي.
دغه راز په سیمه کې له تروریزم سره مبارزه او د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د پاکستان د ریښتیني همکاری موضوع به د دغو کتنو د خبرو اصلي اجنډا وي.
د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا له ولسمشر کرزي سره د لندن په دې سفر کې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو سربیره د سولې د عالي شورا مشر هم ملګری دی.
د لندن دا درې اړخیزه کتنه د افغانستان، پاکستان او بریتانې ترمنځ څلورمه غونډه ده .
شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د لندن په درې اړخیزه غونډه کې موافقه شوې وه چې په ۶ میاشتو کې به د افغانستان د سولې پروسه نتیجه ورکړي خو تر دې دمه افغانستان او پاکستان په دې برخه کې کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.
له ولسمشر باراک اوباما سره په خپله وروستۍ کتنه د پاکستان صدراعظم نواز شریف یو ځل بیا د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د خپل هیواد پر ژمنه ټینګار وکړ، خو د افغان چارواکو او کارپوهانو په باور اسلام اباد تر اوسه پورې خپلې ژمني عملي کړي نه دي.