په ګرجستان کې ګیورګي مرګولاشویلي ګټونکی شو
Your browser doesn’t support HTML5
د ګرجستان د انتخاباتو چارواکي وايي؛ لومړني نتايج ښيي چې "جيورګي مارګوي لاشويلي" د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي.
د پرونيو انتخاباتو تر نيمايي کمې رايې شمېرل شوې دي، چې له مخې يې د ګرجستان د ”خيال“ په نامه د واکمن ایتلاف دغه کانديد شا و خوا ٦٣ فيصده رايې ګټلې دي.
د ليرې کېدونکي ولسمشر د متحد ملي غورځنګ کانديد "داويت باکرادزي" بيا ٢١ فيصده رايې خپلې کړې دي.
نتايج ښيي چې، د پارلمان پخوانى مشر "نينو بوردهزانازدي" شا و خوا ٩ فيصده رايې ګټلې دي.
د انتخاباتو مرکزي کميسيون وايي، نژدې ٤٧ فيصده رايه ورکوونکو په انتخاباتو کې خپلې رايې کارولې دي.