د کندهار په میانشین کې د انتخاباتو د چمتوالي په هدف پوځي عملیات پیل شوي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي چې؛ په میانشین والسوالۍ کې یې د انتخاباتو لپاره د چمتوالي په هدف پوځي عملیات پیل کړي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل آزادي راډيو ته وویل چې؛ دا عملیات پرون پيل شوي او دوې ورځې نورې به هم دوام و کړي.

د میانشین ولسوالي د کندهار په شمال کې یوه نا امنه ولسوالۍ ده.

اخوا راپورونه وایي، چې وسله والو مخالفینو تیر مازیګر په بادغیس کې پر هغه موټر راکټي حمله و کړه چې؛ په کې د انتخاباتو مواد انتقالیدل.

د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال آزادي راډیو ته وویل چې؛ دا پيښه ځاني تلفات نه لري، خو د انتخاباتو اړوند مواد په کې په بشپړ ډول له منځه تللي.