په مسکو کې زرګونو کسانو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو په ملاتړ مظاهر وکړه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پرون د اپوزیسیون زرګونه پلویانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د هغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې؛ د دوی په وینا سیاسي بندیان دي.

په پرونۍ مظاهره کې عمدتا له هغو کسانو څخه ملاتړ څرګند شو؛ چې د تېرکال په مې میاشت کې له پولیسو سره د اعتراض کوونکو د نښتو په جریان کې نیول شوي او بندیان شوي دي. دا اعتراضونه د ولسمشر ولادیمیرپوتین د دریمې دورې لوړې پرضد شوي وو.

د پرونۍ مظاهرې ګډونوالو همداراز د روسیې د تېلو د صنعت د یو مخکښ پانګوال میخایل خودورفکوسکي Mikhail Khodorvkosky او د پوسي رایوټ Pussy Riot په نوم د ښځینه سندرغاړو د ډلې د غړې ماریا الیوخینا Maria Alyokhina د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د فساد ضد حقوقپوه ۳۷ کلن الکسي ناوالني Alexei Navalny چې د اپوزیسیون د ترټولو مخکښ شخصیت په توګه ډګر ته راوتی؛ خبریالانو ته وویل، دا مظاهره د نیول شویو کسانو د خوشې کولو په مقصد د فشار زیاتولو لپاره ضروري و.ه خو ده د اپوزیسیون پلویانو ته خبرداری ورکړ چې؛ د چټکې بریا تمه دې نه لري.