" له پخو شویو سړکونو څخه له نیمايي زیات دوراني حفظ ته اړتیا لري"

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، په تیرو څه باندې لسو کلونو کې په دې هېواد کې له پخو شویو سړکونو څخه یې له نیمايي څخه زیات اوس دورانی حفظ او مراقبت ته اړتیا لري.

دوی وايي، چې د دې سړکونو د ځینو خرابو شویو برخو د بیارغونې او ترمیم لپاره څه باندې درې سوه میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې دا وزارت یې نه لري.

بل خوا یو شمېر خلک پر حکومت انتقاد کوي چې؛ د سړکونو ساتنه سمه نه کوي ځکه خو یې ځینې بیرته ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې؛ په څه باندې لسو کلونو کې په دې هیواد کې ۷۶۰۰ کیلومټره سړکونه پاخه شوي خو ۴۰۰۰ کیلومټره یې اوس جدي ساتنې او څارنې ته ته اړتیا لري.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په دغو سړکونو کې ۲۰۰۰ کیلومتره داسې هم شته چې که سمدستي بیارغونې ته اړتیا لري.

د فواید عامې وزارت د حفظ او مراقبت د ساختماني چارو معین داکټر احمدشاه وحید زیاته کړه ، ۴۰۰۰ کیلومټره سړکونه داسې دي چې؛ پنځه کاله یې تیرشوي نو باید په دوراني بڼه یې ځینې برخې ترمیم او ځینې یې له سره جوړې شي.

هغه وویل چې؛ د دې کار لپاره ۳۵۰ میلونه ډالرو ته اړتیا ده چې دا وزارت یې نه لري.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په تیرو څه باندې لسو کلونو کې پنځه ملیارډه ډالره د سړکونو په پخولو لګیدلي دي.

خو له بلې خوا بیا ځیني کارپوهان وایي، سړکونه په سم کیفیت نه جوړیږي ځکه خو یې ډیره برخه بیرته خرابه شوې ده.

ځیني کتوونکي او چارواکي دا هم وايي چې؛ له حده زیات د بار وړونکو موټرو بارول هم د سړکونو د خرابیدو سبب کیږي.

د فواید عامې وز ارت وايي، داسې نوې مقرره یې جوړه کړې چې له مخې به یې هغه کسان جریمه کیږي چې بار وړونکي موټر له ټاکلي حده زیات باروي.

خو بل خوا یو شمېر خلک وايي چې؛ چارواکو پخوا هم دارنګه ژمنې کړي خو مخه یې نه ده نیول شوي.

د کابل یو شمیر ښاریان پر حکومت انتقاد کوي چې د سړکونو ساتنې ته سمه توجه نه کوي.

د سړکونو جوړیدل په تیرو لسو کلونو کې د افغان دولت یوه لویه لاسته راوړنه بلل کیږي، خو ځینې کتوونکي وايي، چې که افغان دولت ژر تر ژره د دې سړکونو ساتنې او ترمیم ته توجه ونه کړي، لرې نه ده چې اکثره جوړ شوي سړکونه بیرته کنډ او کپر شي.

راپور:محمدابراهیم صافی