د داغستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له وسله والو سره یې له جګړې وروسته د کورونو د لټون په جریان کې یې په یوه اپارتمان کې د ځان وژونکو حملو ۱۳ کمربندونه، چاودېدونکي مواد او د ښځو مصنوعي ویښتان میندلې دي.
دا لټون وروسته له هغې پیل شو چې؛ وسله والو د جمعې په ورځ په خاساف یورت سیمه کې پر پولیسو ډزې وکړي. د پولیسو په عملیاتو کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي دي.