کابل: د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې؛ نن له غرمي وروسته د کابل په قرغي سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی او یو بهرنی سرتیری ټپي دی.

په عین حال کې ایساف هم دغه پیښه تایدوي او وايي چې، په دې اړه څیړنه کوي.