بلخ: یوشمېر محصلین وايي ۵ کاله کیږي چې فارغ شوی خو ډیپلوم نه دی ورکړ شوی

د بلخ ولایت د پوهنتون لسګونه تنه فارغین شکایت کوي چې؛ ډیپلومونه یې په وخت نه ورکول کیږي.

دغو محصلینو آزادي راډیو ته وویل چې؛ د فراغت یې شاوخوا پنځه کاله کیږي؛ خو لا یې هم ډیپلومونه نه دي ترلاسه کړي او له همدې امله وزګار ګرځي.

خو د بلخ پوهنتون مشر مکمل الکوزي وویل چې؛ ډیر ژر به دغو فارغینو ته په نړیواله کچه ډیپلومونه ورکړل شي.

د بلخ دولتي پوهنتون شاوخوا څلویښت کاله مخکې جوړ شوې چې؛ دا پوهنتون د نړیوالو پوهنتونونو غړيتوب هم لري.