د غزني ولایت چارواکي وایي چې، نن غرمه مهال په دې ولایت کې یوې غونډې ته نږدې چې حکومتي چارواکو هم په کې ګډون کړې وو؛ درې راکټونه ولږېدل.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه غونډه په غزني کې د اسلامي نړۍ د تمدن د پایتخت په هکله وه.
احمدي وایي، په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون مشرې سیما سمر ګډون کړی و.
غزني د روان لمریز کال د حمل میاشتې په څلروېشتمه نېټه د آیسسکو یا اسلامي نړۍ د علمي او کلتوري سازمان له خوا په رسمي توګه د اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز په توګه وپیژندل شو.