د افغانستان د ديني عالمانو سراسري شورا وايي؛ د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون ملاتړ کوي؛ په دې شرط چې د افغانستان ګټې په کې خوندي وي.
د ديني عالمانو د شورا غړو پرون له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د دې تړون پر اهميت خبرې وکړې.
ټاکل شوې د دې تړون په اړه درې اوونۍ وروسته لويه جرګه راوبلل شي.
د ديني عالمانو د سراسري شورا مرستيال عالمي بلخي ازادۍ راډيو ته وويل تمه لري لويه جرګه د دې تړون په اړه داسې پرېکړه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت سبب شي:
”ولسمشر غوښتي چې په دې غونډه [لويه جرګه] کې دې زيات شخصيتونه ګډون وکړي، له ديني عالمانو يې هم ورته غوښتنه وکړه. په دقيق ډول دې بررسي شي چې په لويه جرګه کې هغه مواد تاييد کړاى شي، چې د افغانستان ګټې خوندي کړي. له ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امن سبب شي“
د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه له اوږدې مودې راهيسې خبرې روانې دي، خو دواړه لوري کوم توافق ته نه دي رسېدلي.
امريکايي چارواکو تمه درلوده چې له افغانستان سره به دغه تړون په روانه ميلادي مياشت کې لاسليک شي.