په هرات کې د ۶ افغان عسکرو د وژلو په تور دوه تنه نیول شوي دي

په هرات کې چارواکي وايي، د شپږو افغان سرتېرو د وژنې په تور يې دوه کسان ونيول.

چارواکي وايي د ملي اردو يو رنجر موټر له شينډنډ څخه هرات ته روان و؛ چې د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ماين برابر شو.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند نجيب اله نجيبي ازادۍ راډيو ته وويل؛ په پېښه کې شپږ سرتېري ووژل شول:

”د دوى موټر د سړک پر غاړه د افغانانو د دښمنانو له خوا پر ښخ شوي ماين وربرابر شو. په نتيجه کې يې له بده مرغه په رنجر موټر کې سپاره کسان شهيدان شوي دي“

په وژل شويو کې دوه افسران او څلور سرتېري شامل دي.

ښاغلي نجيبي وويل چې، د پېښې په تړاو يې دوه کسان نيولي چې څېړنې ورڅخه روانې دي.

سخت دريځي وسله وال غالباً د سړک غاړې بمونو څخه د يوې عمده وسيلې په توګه استفاده کوي.