ترکیه او عراق هڅه کوي خپلې خرابې شوې اړیکې بېرته ښې کړي

ترکيه او عراق وايي، خرابې شوې اړيکې يې په ښه کېدو دي.

د عراق د بهرنيو چارو وزير "هوشيار زېباري" چې؛ پرون په انقره کې و، وويل چې، د عراق او ترکيې اړيکې په تېرو دوو کلونو کې له ستونزمنو حالاتو تېرې شوې دي. خو زېباري زياته کړه، چې اوس د دې وخت راغلى څو دا پاڼه وتړل شي او نوې هغه پرانيستل شي.

بله خوا د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو چې له زيباري سره په ګډ کنفرانس کې وويل؛ دواړو لوريو د جدي خبرو اترو لپاره پر يوه رسمي ميکانيزم سلا وکړه.

د عراق له کردستان بېلتون غوښتونکې سيمې سره د ترکيې نژدې اړيکې د ترکيې او عراق ترمنځ د اړيکو د خرابېدو سبب شوې دي.

بل دليل دا دى چې، ترکيې د عراق د ولسمشر پخواني مرستيال طارق الهاشمي ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

بغداد - د عراق په ډله ييزو وژنو کې د لاس لرلو له کبله هاشمي په مرګ محکوم کړى دى.