سعودي چارواکو ښځو ته د اعتراضونو په درشل کې خبردارى ورکړ

د سعودي عربستان چارواکو ښځو ته د اعتراضونو په درشل کې خبردارى ورکړ.

ټاکل شوې دغه اعتراض نن د شاهي نظام د هغو مقرراتو پرخلاف وشي چې؛ له مخې يې ښځې په عربستان کې موټر نه شي چلولاى.

سيمه ييزو رسنيو د کورنيو چارو د وزارت د وياند "ترکي الفيصل" له قوله راپور ورکړى چې؛ پرون يې ويلي: د مظاهرې انلاين ملاتړ به هم د کسانو د نيولو سبب شي.

هغو ښځو چې بهر يې د موټر چلولو لايسنسونه اخيستي، په پام کې لري نن د موټرچلولو پر بنديز د اعتراض د يوې برخې په توګه موټرونه وچلوي.

که څه هم په سعودي عربستان کې داسې کوم مشخص قانون نه شته چې ښځې له موټر چلولو راګرځي، خو حکومت ښځو ته لايسنسونه نه ورکوي.