د افغانستان دفاع وزیر ډاډ څرګند کړ چې؛ له امریکا سره به د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شي.
جنرال بسم الله محمدي د پنجشنبې په ورځ د جرمني په مرکز برلین کې خبریالانو ته وویل؛ مشورتي لویه جرګه به دا ومني چې کابل او واشنګتن د امنيتي همکاریو تړون وکړي.
ټاکل شوې ده چې، د روانې لړم میاشتې تر اخره په کابل کې د څلور دیرش ولایتونو د استازیو په ګډون لویه جرګه جوړه شي. په دې جرګه کې به ټاکل شوې ده چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي پوځیانو د قانوني مصوونیت ورکولو مساله وڅیړل شي.
امریکا ویلي دي، که چیرته افغانان دوی ته دغه اجازه ورنه کړي دوی به خپل ټول عسکر د راتلونکې کال تر پایه له افغانستانه وباسي.