ګیلاني له امریکا سره د ډرون حملو د پټې معاملې خبره رده کړه

د پاکستان پخواني صدراعظم د هر راز داسې پټې معاملې خبره رد کړه چې؛ له مخې یې په پاکستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته د بریدونو اجازه ورکړل شوې وي.

یوسف رضا ګیلاني دا خبره وروسته تر دې وکړه چې؛ واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې؛ د امریکا بې پيلوټه الوتکو د اسلام اباد په خوښه برېدونه کړې دي.

واشنګتن پوسټ وایي چې، داسې اسناد یې د "سي. ای. اې" له ترورزم سره د مبارزې له څانګې ترلاسه کړې دي چې؛ دا ښکاروي چې، د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ د امریکا او پاکستان تر منځ یو څرګند خو پټ تړون شوی و.

په دغو کلونو کې یوسف رضا ګیلاني د پاکستان صدراعظم و او هغه دا خبره نه مني، خو بل لور ته اسلام اباد تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دې ویلي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو پر مهال په خپله خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه.