م.م: په ایران کې د بشري حقونو حالت اوس هم د اندیښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو یو خاص لیکوال یا خبریال د ایران په اړه وايي چې؛ په دغه هېواد کې د بشري حقونو حالت اوس هم د اندیښنې وړ دی او د ښه والي کومه علامه نه په کې تر سترګو کیږي.

احمدشهید په خپل تازه راپور کې وايي چې؛ په تېرو دوه کلونو کې د اعدام ۷۲۴ موردونه په ایران کې جاري شوي چې؛ یواځې ۲۰۲ مورده یې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو پورې تړاو لري.

نوموړی زیاتوي چې؛ لږ تر لږه ۲۹ تنه خبریالان او هغه کسان چې له انټرنیټه ګټه اخلي په روان کال کې په ایران کې نیول شوي دي.

په دې سربېره ۶۷ انټرنټ کلپونه او پنځه میلیونه ویبپاڼې هم تړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو دا خاص لیکوال وايي دی د ایران د ولسمشر حسن روحاني له هڅونکو څرګندونو چې په جون میاشت کې واک ته ورسید ملاتړ کوي خو فکر نه کوي چې ولسشمر به د هغه څه د بدلولو لپاره کافي وخت ولري چې له ډېرو کلونو راهیسې په ایران کې ترسره کیږي.