د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ ناوخته افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په ساحه کې هوايي عمليات ترسره کړل.
د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال په خبره په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو د ملا وردګ د ګروپ مرستیال ملاعادل او دوه تنه نور ملګري يې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چې وژل شويو کسانو له دې وړاندې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.