د جرمني صدراعظمې د هغې مسلې له خبریدو وروسته چې؛ وایي موبایل ټیلیفون یې د امریکا د استخباراتو ترڅارنې لاندې و، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته شکایت وکړ.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفین سیبیرت وویل، مرکل پرون له اوباما سره په ټیلیفون خبرې وکړې او ورته واضح یې کړه چې دغسې کړنې به که ثابته شي له اعتماد څخه سخته سرغړونه وي.
سپینې ماڼۍ وویل، اوباما مرکل ته ډاډ ورکړ چې؛ د امریکا استخباراتو د هغې د موبایل ټیلیفون مکالمې نه دي څارلي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنی وویل، امریکا د جرمني اندیښنې په هغې څیړنه کې په پام کې نیسي چې؛ متحدو ایالتونو د استخباراتي معلوماتو د راټولو د څرنګوالي په اړه پیل کړې ده.