د ایران د پارلمان یو غړی وایي چې؛ ایران ترشل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو پروسه درولې ده او په تهران کې د ازمیښتي اتومي دستګاه لپاره یې د سوند کافي مواد تولید کړي دي.
د پارلمان غړي او د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیټې مرستیال حسین نقوي حسینوي په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې؛ نور د یورانیمو غني کولو ته اړتیا نشته.
د تهران اټمي دستګاه د روغتیایي وسایلو د تولید په هدف جوړه شوې خو په هر صورت د امریکا متحده ایالات او نور هېوادونه ګومان کوي چې؛ تهران د اټمي وسلو د تولید لټه کوي.
حسیني دغه راز ویلي چې؛ تهران چمتو دی چې تر شل فیصدو پورې ټول غني شوي یورانیم د دغې دستګاه لپاره د سوند په موادو بدل کړي چې؛ د ده په وینا په دې ډول به هغه اندیښنې لري شي چې؛ وایي د ایران اټمي پروګرام سوله ییز نه دی.