د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیسو پنځه تنه د یوې شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د پولیسو یوه افسر داوود خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سوات د باخېلې د کلي دوې کورنۍ پر یوه شپاړلس کلن هلک د شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې لاس لري.
ده وویل، پولیسو پرکلي چاپه ووهله او د زوم، د هغه د پلار او د واده د مراسمو د ترتیبوونکې په شمول یې پنځه تنه ونیول.
دوه نور نیول شوي کسان د ونکاح شاهدان دي.
داوود خان وویل چې؛ پولیس اوس د نجلۍ په پلار پسې ګرځي چې له سیمې څخه تښتېدلی دی.
نجلۍ د کلي مشرانو ته سپارل شوې. پولیس وايي مخکې تردې چې دوسیه سیمه ییزې محکمې ته وړاندې کړي د قضیې په اړه نوره څېړنه کوي.