ولسي جرګه: د تصویب شوي بودجې او قطعیې تر منځ ډیر توپیر لیدل کیږي

ولسي جرګه وایي، د ۱۳۹۱ لمریز کال د تصویب شوي بودجې او د همدې کال د قطعیې تر منځ میلیاردونه افغانۍ توپیر شته.

د دې جرګې د مالي او بودجې کمیسیون مرستیال عظیم محسني نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د دې توپیر په اړه وویل:

"د پارلمان له خوا د تصویب شوي بودجې او قطعیې تر منځ ډیر توپیر لیدل کیږي؛ چې یولس میلیارده افغانیو ته رسیږي. دا یو بشپړ توپیر دی."

د ښاغلي محسنی په خبره په همدې کال کې په ځینو وزارتونو کې د څه باندې ۱۶۰ پروژو لګښت صفر وو.

د ولسي جرګې د مالي او بودجي کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ د ۱۳۹۱ لمریز کال د ټولو پلان شویو عوایدو اندازه اوه اتیا اعشاریه شپږ نوي میلیارده افغانۍ وه چې؛ له همدې پیسو یو اتیا اعشاریه اوه څلویښت میلیارده تر لاسه شوي دي.