د عراق په انبار ولایت کې د تیرې شپې موټربم چاودنو کې ۲۵ پولیس او درې تنه ملکیان وژل شوي دي.
په دې حملو کې چې د شپې د لسو او دولسو بجو ترمنځ وشوې؛ ۲۶ پولیس ټپیان هم دي.
په عراق کې له القاعده شبکې سره تړلې ډلې اکثر وختونه په امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو حملې کوي.
د سوریې بندر ته نږدې رتبه ښارګوټي کې هم څلور حملې شوې دي. په یوې حملې کې یوه ځان وژونکې په چاودیدونکې موادو بار لارۍ د ښار په ختیځ کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې وچووله او وسله والو د پولیسو په ماموریت حمله وکړه. یوه بل ځان وژونکي د ښار په لویدیځ کط د موټر بم چاودنه وکړه.
پولیس او د روغتون ډاکټران وایي، په دې حملو کې ۱۸ پولیس وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. درې تنه ملیکان د ښار د لوېدیځ په حملې کې وژل شوي دي.