د پاکستان پولیسو په سوات درې کې پنځه کسان د یوې شپږ کلنې نجلۍ د ودولو په تړاو نیولي دي.
د پاکستان د پولیسو یو مامور "داود خان" مشال راډیو ته وویل؛ د سوات درې په بازخیله کلې کې دوې کورنۍ، یوه ۱۶ کلن هلک ته د شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې دخیلې دي. خان وایي، پولیسو په کلي حمله وکړه، د زوم، د هلک د پلار او د ملا په ګډون چې نکاح یې تړلې وه؛ پنځه کسان ونیول. داود خان زیاته کړه، د نجلۍ پلار تښتیدلی او پولیس یې په لټه کې دي. نجلۍ دا مهال د کلي مشرانو ته سپارل شوې ده.
په پاکستان کې د واده لپاره د ۱۶ کلنۍ عمر ټاکل شوی؛ خو په کلیو او بانډو کې د لږ عمر ودونه هم رواج دي.