د ایران د عدلیې وزیر "مصطفی پور محمدي" وایي؛ هېواد یې پریکړه کړې چې، د نشه یي موادو د قاچاق په جرم د هغه محکوم شوي سړي ژوند وژغوري چې؛ د اعدام له رسۍ څخه ژوندی پاته شوی دی.
محمدي وایي، دا کس چې یو ځل اعدام ته پورته شوی و؛ دوهم ځلې به اعدام نه شي او حکومت په دې اړه د خپلو هلو ځلو مثبت ځواب تر لاسه کړی دی.
په اعدام محکوم شوی کس د علي رضا په نامه معرفی شوی چې؛ ۳۷ کاله عمر لري او د روانې میاشتې په سر کې د ایران په "بوجنورد" ښار کې د ۱۲ دقیقو لپاره د اعدام په رسۍ کې ځوړند شوی و؛ خو وروسته معلومه شوه چې په کفن کې ایښودل شوی علی رضا ژوندی دی او ساه اخلي.
خبری رسنیو وروسته ویلي وو چې؛ نوموړی د کوما په حالت کې و.
د ایران د عدلیې وزیر دغه راز وایي، که چیرې علی رضا دوهم ځلې اعدام شی، دا کار به د ایران حیثیت ته زیان ورسوي.
د مسالې په اړه بحثونه ګرم شوي دي. یو شمېر کسان د نوموړي د اعدام او نور یې د نه اعدامیدو غوښتنه کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنشنل) هم د دوهم ځل لپاره د علي رضا د نه اعدامیدو غوښتنه کړې ده.