په بلجیم کې افغان ځواکونو د مسوولیتونو پر لېږد خبرې کیږي

د ناټو او په آیساف کې د شاملو هېوادونو دفاع وزیران نن په برکسل کې د افغانستان د دفاع له وزیر سره دغونډې په ترځ کې افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال د وروستي پړاو په اړه خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون وویل؛ افغان ځواکونو اوس مخکښ رول لوبوي او زړورتیا، ډاډ او اوچت ظرفیت څرګندوي.

ناټو په افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموریت لپاره تیاری نیسي؛ چې هغه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د بهرنیو محاربو عسکرو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ دی.

خو د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي توافق په شمول باید یو لړ ګامونه اوچت شي. دغه راز یو بل توافق هم باید وشي چې؛ په افغانستان کې د ناټو راتلونکی رول وټاکي.

ناټو وايي، که دغه قانوني چوکاټ برابر نه شي؛ نو دوی خپل نوي ځواکونه په افغانستان کې نه شي ځای پرځای کولای.

د ناټو عمومی منشي ډاډ څرګند کړ چې؛ دغه توافقات به لاس لیک شي.

"هو، زه پوره ډاډ لرم چې، موږ به له افغانستان سره یو امنیتي توافق امضا کړو؛ یو دوه اړخیز توافق د امریکا او افغانستان ترمنځ او تر کوم ځایه چې ناټو پورې ارتباط لري؛ د ځواکونو د وضعیت یو توافق.

زه ډاډمن یم چې موږ به توافق ته سره ورسیږو؛ ځکه چې افغانان پوهیږي چې، دغه ډول توافق له ۲۰۱۴ کاله ورورسته په افغانستان کې زموږ د روزونکو د ځای پرځای کېدو لپاره ضروري دی."


اندرس فاګ راسموسن زیاته کړه چې؛ هغه په دې باور دی چې، افغانان غواړي چې، ناټو د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي. خو تراوسه دا نه ده ټاکل شوې چې؛ له ۲۰۱۴ کاله وروسته به ناټو څومره شمیر عسکر په افغانستان کې ولري.

اما ویل کیږي چې، له اتو تردولسو زرو عسکر به په افغانستان کې وي.

د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې د خپلې غونډې په دوهمه ورځ دروسیې د دفاع وزیر سره ګوري چې؛ دا به له ۲۰۱۱ کاله وروسته د ناټو او روسیې د شورا لومړۍ غونډه وي.

په دغې غونډې هم یو لړ مسایل لکه د تروریزم ضد مبارزه کې موجوده همکاري او د افغان ځواکونو ملاتړ څیړل کیږي.

دغه راز په اوروپا کې د ناټو له خوا د میزاییلو د دفاعي چتر د خورولو د لاجمن پلان په اړه هم په دې غونډې کې خبرې کیږي.

مسکو وايي، دغه دفاعي چتر کیدای شي، روسي راکټونه نسکور کړي.

د ناټو ویاندې اوانا لانګویسک وویل؛ یوسلسله نړیوال امنیتي مسایل لکه د سوریې وضعیت هم په دغې غونډې کې څیړل کیږي.