په بلجیم کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د لېږد په اړه خبرې کیږي

د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیران نن د افغانستان د دفاع له وزیر سره له بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په هکله خبرې کوي.

د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه تیره ورځ د بلجیم په پایتخت بروکسل کې جوړه شوه چې؛ د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي کال د ماموریت په هکله هم خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزیر د دې غونډې په څنډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر چک هیګل او د امریکا د سنا د دفاعي کمیټې له مسوول "کارل لیون" او په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان "جنرال ډانفورډ" سره په جلا توګه وکتل.

د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ په دې جلا کتنه کې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په هکله خبرې شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، امریکايي چارواکو له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان د هوایي ځواک د تجهیز، د انتخاباتو د امنیت ساتلو او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پروسې په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنې کړي.