د بشري حقونو کمیسون د کابل – بامیان د لارې پر تړل کېدو اندېښنه ښودلې

د بشر د حقونو خپلواک کمیسون د پروان ولایت په غوربند دره کې د کابل بامیان د لارې د تړل کېدو له امله اندیښنه څرګنده کړې.

د دې کمیسون د ساحوي څانګې مشر روح الله فروغ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د دې لارې د تړل کېدو له امله خلک له ګڼ شمېر ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

"ډیرکله داسې شوي چې، غیر مسووله وسله والو کسانو مسافرین له موټرو راښکته کړي او سرونه یې ورنه غوڅ کړي دي.

خلک نشي کولی په آزاده توګه پر دې لارې سفر وکړي؛ په ځانګړې دولتي او د موسسو کارکوونکي."


هغه له افغان حکومت په ځانګړې توګه امنیتي ارګانونو نه وغوښتل؛ څو د دې لارې د خلاصولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د رپوټونو له مخې د غوربند په درې کې د کابل بامیان لار له څلورو ورځو راهیسې د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ ډیر ژر به له وسله والو مخالفینو نه د سیمې د پاکولو لپاره یو لړ عملیات پیل کړي.