د جرمنې د پارلمان ولسي جرګه د تیرې میاشتې عمومي انتخاباتو وروسته نن خپله لومړنۍ غونډه کوي.
د ولسي جرګې یا "بوندیشتاګ" ۶۳۱ غړي به د پارلمان د رییس په ګډون د کمیسیونونو نوي مشران او مسوولان هم وټاکي.
دا غونډه په داسې حال کې کیږې چې؛ د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل به د یوه نوي ایتلاف د جوړولو په مقصد سبا ته له اصلي اپوزیسیون سوسیال ډموکرات ګوند سره خبرې وکړې.
په انتخاباتو کې د انګیلا میرکل محافظه کاره عیسوي ډیموکرات ګوند او متحد یې د عیسوي ټولنیز اتحاد ګوند د پارلمان ۳۱۱ څوکۍ وګټلې.
میرکل بیا هم په نوي پارلمان کي د مطلق اکثریت لپاره یوه نوي ایتلاف ته اړتیا لري.