بشارالاسد د جینیوا کنفرانس د بریالیتوب په اړه شک څرګند کړ

د سوريې ولسمشر د دې هېواد د شخړې د هواري لپاره د جینیوا د کنفرانس د بریالیتوب په اړه شک څرګند کړی دی.

بشار اسد د سوريي له میادین تلویزون سره په مرکه کې دا هم ویلي چې؛ د جینیوا کانفرانس د جوړېدو لپاره کومه دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.

د اسد په وینا، د اپوزوسیون کومې ډلې چې؛ دې کنفرانس ته بلل کیږي؛ د دې پر ځای چې د سوريې د خلکو استازیتوب وکړي؛ د نړیوالو قوتونو نمایندګي کوي.

نوموړي ویلي دي، په دې کې هېڅ ستونزه او خنډ نه ویني چې، د ولسمشرۍ د راتلونکې میلادي کال په انتخاباتو کې د دریمې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي.

سوریه له ۲۰۱۱م کال راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل ده او د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې تر اوسه د دې هیواد په شخړو کې له یو لک زیات کسان وژل شوي دي.