ننګرهار: د خوګیاڼو د وزیرو تنګي په سیمه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي ځواکونه وايي، د هغو اکمالاتو کاروان، چې د پاکستان سره په سرحدي سیمه کې د افغانستان د سرحدي پولیسو پوستو ته روان و، تېره شپه ناوخته ور ورسيد.

دغه کاروان، چې پرون سهار وختي د جلال اباد له مرکز څخه روان شوی و، چې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د وسله والو طالبانو له سختو کمينونو سره مخ شو، چې وروسته خپله د امنيه قومندان او ورسره ملي پولیس یادې سیمې ته ورغلل.

د امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد په خبره د وزیرو تنګي په ساحه کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د هغوي کمينونه يې ورمات کړل او ګڼه مرګ ژوبله يې هم ورته اړولې، ولې شمېره يي نه ده معلومه:

"بلاخره سرحدي پولیس،ملي پولیس،چې زه خپله ددغو پولیسو په راز کې وم،یادې ساحه ته ورغلو د لسو پنځلس دقیقو جګړه وشوه په دې سیمه کې ډیر طالبان ووژل شو ځينې به زخميان شوي هم و اخر وسله والو سيمه پريښوده او شاتګ ته اړ شول"

د فضل احمد شيرزاد په خبره کله،چې د ترکستان سرحد ته رسیږي د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو سره په نښته اوړي،چې په پایله کې اته تنه وسله وال وژل کیږي او شپږ تنه نور ژوبل کیږي.

نوموړی وايي،چې دغه یاده سرحدي سیمه يې له طالبانو پاکه کړه او سرحدي پوستې ته يې اکمالات ورسول او هلته د امنيتي کسانو شمېر يې هم ورزیات کړ:

"بلاخره موږ هغې سیمې ته ورسیدو،چې د پاکستان او افغانستان سرحد دی، په دې سیمه کې موږ طالبانو سره په جګړه کې اته تنه وسله وال ووژل او شپږ تنه نور ټپيآن شول دا سیمه مو په بشپړه توګه له وسله والو پاکه کړه او دغې سرحدي پوستې ته،چې په ډيره لوړه څوکه کې پرته ده اکمالات هم ورورسول او تشکیل مو هم ورته زیات کړ"

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادۍ راډيو په راستولي پیغام کې ویلي،چې پرونۍ نښتې د شپې تر یولس بجو پورې دوام کړ،چې په پایله کې يې نهه تنه امنيتي کسان وژل شوي او دیارلس تنه نور ژوبل شوي او دارنګه نوموړی په دې نښته کې د خپلو اوو تنو ملګرو مرګ ژوبله هم مني.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری