آیساف ځواکونه وایي، که افغان دولت ورڅخه د راتلونکې کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت په برخه کې مرسته وغواړي؛ دوی همکارۍ ته حاضر دي.
دغه څرګندونې نن د دې ځواکونو ویاند هانیز فیلدمن له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې و کړې.
"آیساف حمایوي رول لري او که چیري زموږ څخه غوښتنه وشي؛ نو موږ به د خپل افغان ملګرو ملاتړ و کړو. خو زه نه غواړم دا مرستې په ځانګړو برخو کې محدودې کړم."
نوموړي دغه راز د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاډ څرګند کړ چې؛ دوی به و کړای شي د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي.