د پاکستان صدراعظم له امریکايي چارواکو د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسید

د پاکستان صدراعظم نوازشریف په څلور ورځني رسمي سفر واشنګټن ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې ده چې، نواز شریف به د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري او د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

تمه کیږي چې، دا خبرې اترې به تر ډیره د افغانستان د شخړې د هواري لپاره په روانو هڅو کې د پاکستان پر مرسته متمرکزې وې.

د پاکستان صدراعظم به له پاکستاني چارواکو سره پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه هم خپلې اندېښنې شریکې کړي. دا بریدونه په قبایلي سیمو کې د پټو شویو وسله والو پر اهدافو ترسره کیږي.

د پاکستان او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته ترینګلې شوې چې؛ په پاکستان کې د امریکا د ځانګړو کومانډو ځواکونو له خوا ووژل شو.

خو په دې وروستیو کې دا اړیکې بیرته تودې شوې دي. د اړیکو د ښه کېدو د یوې نښې په توګه واشنګټن د یکشنبې په ورځ د پاکستان سره د یو عشاریه شپږ میلیارده ډالرو مرستې د ترسره کېدو څخه بندیز لرې کړ.