پکتیکا: پنځه تنه وسلوال وژل شوي او څلور ژوندي نیول شوي


نجیب الله الوخېل

تېره ورځ ماسپښین مهال د پکتيکا ولايت د ګومل په سرحدي ولسوالۍ د زمين توی په سيمه کې افغان پوله ساتونکو پولیسو د يوه کمين په ترڅ کې پنځو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او څلور وسلوال مخالفين يې ژوندي نيولي دي، همدرانګه سرحدي پولیسو له دوی څخه یوه اندازه وسلې او نقلیه وسایط هم نیولي دي.

ازادۍ راډیو ته د پکتیکا د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي وسلوال له پولي را اوړیدلي وو، او غوښتل يې په افغانستان کې وسلوال بریدونه تر سره کړي، چې د سرحدي پولیسو په کمين کې يې درې تنه ووژل شول، دوه تنه ټپیان او څلور تنه هم ژوندي ونیول شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له وسلوالو څخه درې ميله کلاشېنکوفونه، يو ميل پيکا او درې عرادې موټر سايکلونه هم د پوله ساتوونکو پوليسو لاس ته ورغلي دي .

په نښته کې ملکي وګړو او يا هم پوله ساتوونکو پوليسو ته زيان ندی اوښتی.

د یو بل خبر له مخې د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډیو ته په رالېږلې خبر پاڼه کې په یاد ولایت کې د حقاني شبکې د پنځو تنو جنګیالیو د نیولو خبر ورکړی دی.

یادې سرچینې ویلي، چې نیول شوي کسان د حقاني ډلې فعال غړي وو، چې د ملي امنیت د موظفینو له خوا د خوست په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د یاد پيښو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ وسلوالو طالبانو پر افغان ځواکونو باندې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د یو شمېر بریدونو ادعا کړې او ویلي يې دي، چې په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.