مشرانو جرګه: لویه څارنوالۍ د ځمکو د غاصبینو په افشا کولو کې جدي کار نه کوي

مشرانو جرګه د افغانستان پر لویه څارنوالي انتقاد کوي، چې د ځمکو د غاصبینو د نومونو په افشا کولو کې جدي کار نه کوي.

یو شمیر سناتوران د افغانستان لویه څارنوالي د ځمکې د غصب د مخنیوي په مساله کې په بې پروایۍ تورنوي او وايي چې دوی د ځمکو د غاصبینو پر وړاندې جدي اقدام نه کوي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې دغه راز په دې ادارې کې د فساد د موجودیت له امله انتقاد وشو.

دوو سناتورانو خالق داد بلاغي او حافظ عبدالقیوم په دې اړه وویل:

"۱- دا د خواشینۍ ځای دی په داسې حال کې چې د لویې څارنوالۍ کارکونکي پر خپلو څوکیو ناست دي؛ د دوی کار ملي شورا کوي. زه پر دوی غږ کوم چې، نورنو له خوبه را ویښ شي.

۲- زما په نظر اصلي عامل په خپله لویه څارنوالي ده. کله چې د فساد قضیې ورشي، دوی په کې نور فساد لټوي. اصل ستونزه په خپله لویه څارنوالي او د دې ادارې په رهبرۍ کې ده."


تر دې یوه ورځ مخکې د ولسي جرګې یوه اختصاصي کمیسیون د دې جرګې عمومي غونډې ته د هغو پنځلسو زرو کسانو لست وسپاره چې؛ د یو عشاریه درې ملیونو جریبه ځمکې په غصب کې په لاس لرلو تورن بلل شوي.

په دې لست کې نولس کسان داسې ښودل شوي چې؛ هر یو یې د لسګونو زره جریبه ځمکې په غصب تورن دي.

د حکومت پر اعمالو د ولسي جرګې د څار ځانګړي کمیسیون پر دې لست اته میاشتې کار وکړ.

خو په دې راپور کې د هغو لوړ پوړو دولتي کسانو نومونه نه دي شامل چې؛ د ځمکو په غصب کې په لاس لرلو تورن دي.

اخوا لویه څارنوالي وايي، چې دوی د غصب شویو ځمکو د معلومولو لپاره یو هییت ټاکلی او تر اوسه یې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا نوي زره غصب شوې ځمکه بېرته اخیستې ده.

د دې ادارې ویاند بصیر عزیزي دغه راز د مشرانو جرګې د غړو د انتقاد په ځواب کې وویل؛ چې که ټولې ادارې په دا ډول مسایلو کې له لویه څارنوالۍ سره همکاري وکړي، نو ښه نتیجه به ورکړي:

"موږ هم په دې نظر یو چې د ځمکو د غاصبینو تثبیتول د لویې څارنوالۍ وظیفه ده. ولسي جرګې هم په دې برخه کې زموږ سره همکاري کړې او موږ ورته ښه راغلاست وایو. ښه به دا وي چې د افغانستان ټول ارګانونه سره همکار و اوسي او یوه جرمي موضوع چې دوی پیدا کوي هغه ولیږي څارنوالۍ ته څو څارنوالي ورباندي څیړني و کړي."

پر افغان حکومت تل انتقاد شوی دی چې په هیواد کې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره جدي اقدامات نه کوي او ورځ تر بلې لا ډیرې دولتي او شخصي ځمکې غصبیږي.

خو د ځینو کارپوهانو په باور له کومه ځایه چې په دې غصب کې ځینې لوړپوړي حکومتي چارواکي لاس لري، ځکه خو یې په بیرته راګرځولو کې حکومت پاتې راغلی دی.