فوزي: امریکا باید پر پاکستان د افغان سولې په برخه کې فشار راولي

د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي وايي؛ هیله لري چې، د امریکا متحدو ایالتونو ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف څلور ورځنی سفر به د افغانستان د سولې د هڅو د پیاوړي کیدو او چټکېدو سبب شي.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې رییس حبیب الله فوزي ازادي راډيو ته وویل؛ د امریکا له متحدو ایالتونو څخه مو غوښتنه دا ده چې؛ د پاکستان حکومت قانع کړي چې؛ د سولې د عالي شورا او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.

ښاغلي فوزي وویل، امریکا د پاکستان د اوږدې مودې متحد او مرستندویه هیواد دی او کولی شي پر پاکستان فشار راوړي.

د سولې د عالي شورا دې چارواکي د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه هم وغوښتل چې؛ د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د شنبې په ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې؛ نن (یکشنبې) به د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د چارشنبې په ورځ به د ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

د پاکستان او امریکا دوه اړخیزې اړیکې، اقتصادي همکارۍ او د افغانستان د سولې بهیر د دواړو لورو د خبرو اترو د اجنډا په سر کې دي.