د سومالیا په "بیلیدویني" کې یوې انتحاري حملې ۱۲ تنه ووژل

د سومالیا په یوه مرکزي ښار (بیلیدویني) کې نن په یوه رسټورانټ کې په انتحاري حمله کې دولس تنه وژل شوي او لس تنه زخمیان دي.

چارواکي وايي، حمله کوونکي چاودیدونکي مواد په خپله سینه پورې تړلي وو او رسټورانټ ته تر ننوتلو وروسته یې ځان والوزاوه.

د سومالیا دا سیمه د مرکزي حکومت ترکنټرول لاندې ده او د افریقايي اتحادیې سوله ساتي ځواکونه وراستول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، په القاعده پورې تړلې الشباب ډلې د حملې مسوولیت اخیستی.