ملي امنیت ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ وسله وال نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې؛ ځواکونو یې په زابل کې د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان نیولي دي.

له دې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې؛ نیول شویو کسانو منلې چې، په سیمه کې یې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد تخریبي فعالیتونه کول او د طالبانو لیکو ته یې خلک جذبول.

تر اوسه طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.