د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې نن ماذدیګربه د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو ابتدایي لست خپور کړي.
د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل چې؛ د کاندیدانو د اسنادو په څیړلو کې د یوشمیر تخنیکي ستونزو له امله دغه لست ځنډیدلی دی.
ښاغلي نور وویل، چې د دوه تابعیته کاندیدانو د معلومولو لپاره یې د ټولو کاندیدانو نومونه بهرنیو چارو وزارت ته لیږلي؛ خو تراوسه یې د وزارت له خوا ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي چې؛ د کاندیدانو د ابتدایي لست له خپرېدو سره سم به د کاندیدانو په اړه را ټول شوي شکایتونه وڅیړي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسني وایي چې؛ تراوسه پنځلس بیلابیل شکایتونه وررسیدلي چې، اکثره یې د ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو په اړه دي.