الهام علییف نن په اذربایجان کې د جمهوري ریاست د دریمې پرله پسې دورې لپاره د خدمت لوړه وکړه.
د ولسمشر علییف د لوړې مراسم نن د اذربایجان په پارلمان کې ترسره شول.
په اذربایجان کې د اکټوبر په نهمه د جمهوري ریاست د انتخاباتو رسمي نتایج څرګندوي چې؛ الهام علییف لږترلږه پینځه اتیا فیصده او د اپوزیسیون کاندید "کامل حسن علي" پينځه فیصده رایې ګټلې وې.
د اروپا د امنیت اوهمکارۍ سازمان په اذربایجان کې انتخابات غندلي او وايي چې، جدي نیمګرتیاوې یې لرلې.
دې ادارې ویلي چې، د مطبوعاتو محدودیت او د تهدیدونو ادعاوو د اذربایجان انتخاباتو ته سخت زیان رسولی دی.
خو اذري چارواکي دا ادعاوې ردوي، یو اړخیزې یې ګڼي او وايي چې، داسې نظر یوازې د اپوزیسیون د معلوماتو پر اساس خپریږي.
الهام علییف تر خپل پلار حیدر علیف وروسته واک ته ورسید او د دوه زره درې میلادي کال راهیسې په دې هیواد کې ولسمشر دی.