ملاله یوسفزۍ د لندن په بکنګهم ماڼۍ کې د بریتانیې د ملکې الیزابت سره ګوري

په پاکستان کې د نجونو د تعلیم فعاله ملاله یوسفزۍ نن د لندن په بکنګهم ماڼۍ کې د بریتانیې د ملکې الیزابت سره ګوري.

ملالې یوسفزۍ سږکال د بشري حقونو په برخه کې د اروپا د پارلمان معتبره جایزه (سخروف) وګټله او د سږکال د نوبل د سولې د جایزې لپاره په کاندیدانو کې راغلې وه .

ملالې یوسفزۍ د اکټوبر په دولسمه په سپينه ماڼۍ کې د جمهور ریس بارک اوباما سره وکتل او په پاکستان کې د نجونو د تعلیم لپاره یې هڅې وستایل شوې.

ملاله یوسفزۍ تیرکال د اکټوبر په میاشت کې، په خپله سیمه سوات کې ، ښوونځي ته د تګ په وخت وسله والو طالبانو په سر وویشته او د مرګ پولې ته ورسیده .

پاکستاني طالبانو ویلي چې ملالې یوسفزۍ داسې کوم کار نه دی کړی چې د دومره نړیوالو جایزو حقداره شي او د هغې د وژلو ږغ یې کړی دی.