د هالند پولیس وايي، په دې اړه څیړنه کوي چې څرنګه او د چا له خوا په هاګ کې د روسیې د سفارت د مامورینو د استوګنې ځای ته د ورننوتلو هڅه شوې ده.
پيښه پرون ناوخته شوې او د هالند د بهرنیوچارو وزیر یې له امله معذرت غوښتی دی.
د هالند مطبوعات وايي، دا ودانۍ د روسیې په دپلوماتیک ماموریت پورې اړه نه لري خو د روسيې د سفارت مامورین چې شمیر یې نه دی څرګند شوی، په کې اوسیدل.
دا په وروستیو کې د هغو پيښو یوه بله بیلګه ده چې د روسیې او هالند ترمنځ روابط یې ترخه کړي دي .
څو ورځې وړاندې ، دوه سړي چې ځانونه یې برقیان معرفي کړي وو ، په مسکو کې د یوه هالندۍ دپلومات کور ته ورغلي او هغه یې وهلی وو .