د ملګروملتونو عمومي اسمبلې پرون د امنیت شورا لپاره پنځه نوي غیر دایمي غړي غوره کړل.
سعودي عربستان، چاد، نایجریا، چیلي او لیتوانیا به د ۲۰۱۴ کال د جنوري له لومړۍ نېټې، د راتلونکو دوو کلونو لپاره په امنیت شورا کې چې ټول پنځلس غړي دي شامل وي.
د رایو اخیستو په ترڅ کې پنځه واړه نوي غړي له کوم مخالفت سره مخامخ نشول خو دوی لاهم د عمومي اسمبلې له دریو د دوه برخې غړو تایید ته اړتیا لري. د دې هېوادونو له غړیتوب سره به پخواني غړي، مراکش، توګو، پاکستان، ګواتیمالا او آذربایجان د امنیت شورا له غړیتوبه ووځي.
سعودي عربستان، چاد او لیتوانیا هېڅ کله هم د ملګروملتونو په دې باصلاحیته څانګه کې غړیتوب نه لاره خو نایجریا او چیلي دواړه له دې مخکې څلور ځلې د امنیت شورا غړي پاتې شوي.
امنیت شورا لس غیر دایمي او د ویتو حق لرونکي پنځه دایمي غړي لري چې امریکا، برتانیا، فرانسه، روسیه او چین دي.