په ګرجستان کې د ککرې موندل څېړونکو ته نوې نظریه په لاس ورکړې

د ګرجستان په کویمو کارتلي Kvemo Kartli سیمه کې د هغې ککرې موندل چې 1.8 اعشاریه اته میلونه کاله عمر لري څېړونکو ته د لرغوني انسان د ژوند په اړه نوې نظریه په لاس ورکړې ده.

دا فوسیل چې د پلازمېنې تبلیسي د جنوب لویدیځ په 93 کیلومتره واټن کې له منځنیو پېړیو په یوه پاتې کلي کې موندل شوی د لومړي انسان تر ټولو بشپړه ککرۍ ده چې ترلاسه شوې.

لرغونپوهان وايي، دا ککرۍ له ځینو نورو فوسیلونو سره چې پخوا له دې کلیوالې سیمې څخه ترلاسه شوي له افریقا څخه د شمال خوا ته د نړۍ نورو برخو ته د انسانانو د نیکونو د کوچیدو په برخه کې ترټولو لرغوني شواهد په لاس ورکوي.

دا فوسیلونه ښيي چې د لومړنيو انسانانو وګړو په یوه وخت کې په بېلابېلو جسامتونو ژوند سره کاوه او د دې لرغونې زمانې په اړه دا معلومات ساینسپوهانو تراوسه نه و لیدلي.

د دې نوي کشف د اهمیت په اړه د ساینس په نوم په معتبره مجله کې پرون یوه مقاله خپره شوه.